د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د سلام مخابراتي شبکې د څلورو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۵۴
مخابرات ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې دڅلورو مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونه له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي مخابراتي شبکی د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت مرکزاړوند سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د زابل ولایت مرکز قلات ښاراوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

بېرته خبرونه ته