د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د ۲ نويو مخابراتي سایټونو له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۱۵
مخابرات ولایت نورستان

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي شبکی له ۲ نویو مخابراتي سایټونو څخه چې د ټی ډی اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږی د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ بازګل سیمې او د برګمټال ولسوالۍ په نیک موک سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.

دیادولو وړده چې نوموړي مخابراتی سایټونه به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د نورستان ولایت د یادو ولسوالیو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته