د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، دولتي او خصوصي پوستي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۴۸
مخابرات ولایت کنر

په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د پوستي خدمتونو پر شته ستونزو ، د حل لارو، د پوستي  شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. 

د  یادو شرکتونو مسولینو هر یو په خپل وار سره د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او نظریات یی شریک کړل او حل په موخه  یې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له  ریاست څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز د مخابراتو ریاست له لوري د یادو شرکتونو مسئولینو ته د پوستی  شرکتونو د طرزالعمل په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول، او خپلو وظایفو ته یی متوجه کړل.

د پوستي شرکتونو مسولینو د کونړ ولایت د مخابراتو ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د پالیسۍ سره سم یې د خپلو پوستی خدمتونو د اجرا په هکله پوره ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته