د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۵۳
M One

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت سرپرست رئیس  ډانسټن سره په حضوري او همدا ډول اسمعیل جرودي، جمال رمضان د ام ټي ان مخابراتي شرکت مرستیالانو او د ام ون مخابراتي شرکت نوي ټاکل شوي رییس سره پر لیکه خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د مخابراتي شرکتونو پر کیفیت، پوښښ او افغانانو ته پر اسانتیاو سربیره د ام ټي ان مخابراتي شرکت د ونډو پر انتقال هم خبرې وشوې، د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو د وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې دوی سره یې د ونډو په انتقال کې مرسته کړې او دا پروسه یې تر نهايي مرحلې رسولې او همدا راز یاد شرکت ډاډ څرګند کړ چې د دوی د انتقال پروسه ام ون شرکت ته د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو په اساس پر مخ تللی او ټول هغه قوانین چې په دې برخه کې موجود دي دوی ورته ژمن دي.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو ته وویل چې دوی باید هېواد کې خپل خدمات پیاوړي کړي او همدا راز ام ون مخابراتي شرکت ته یې هم څرګنده کړه چې یاد شرکت باید د افغانستان اسلامي امارت قوانینو او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې اصولو ته ژمن پاتې شي او وکولای شي په دې برخه کې خپلو مشترکینو ته ښه خدمات ترسره کړي، ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې د مخابراتي قانون د رعایت په برخه کې جدي دی او ټولو مخابراتي شرکتونو ته مو هم هدایت همدا دی چې د قوانینو په رعایت کې خپل مسؤلیت سر ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو ته یې هدایت وکړ چې دوی مکلف دي هغه تجهیزات او سایټونه چې جوازونه یې پخوا نه و اخیستل شوي او فعالیت کوي د ام ټي ان مخابراتي شرکت په شمول ټول مخابراتي شرکتونه باید د خپلو غیر راجسټر شویو تجهیزات د جواز له مخې ثبت او راجسټر کړي او بیا فعالیت وکړي.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ چې دوی به د کیفیت په لوړولو، همدا راز د پانګونې  په برخه کې دوزارت د مقام په هدایت کوټلي ګامونه واخلي او خپل ټول هغه تجهیزات چې له پخوا راهیسې ثبت او راجسټر شوي نه وي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې سره ثبت او راجسټر کړي.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت چې ام ون ته یې د ونډو انتقال پروسه دوام لري د ام ون مخابراتي شرکت نوی رييس ښاغلی هشام رمضان هم د وزارت مقام ته وروه پیژنده او زیاته یې کړه چې یاد کس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایاتو او د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو په اساس ټاکل شوی.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته