پکتیا ولایت ګڼو ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه تر دې دمه لس مخابراتي آنټنونه نصب شوي

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۵:۱
مخابرات پکتیا

د هېواد جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه تېرو دوه کلونو کې لس مخابراتي آنټنونه نصب شوي چې خلکو ته انټرنټي او مکالماتي خدمات وړاندې کوي، همدا راز یاد ولایت کې ۱۵ مخابراتي سایټونه چې له فعالیت لوېدلي وو بیرته رغول شوي او اوس مهال په عادي ډول په فعالیت بوخت دي.

د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست توانېدلی یاد ولایت کې د ۱۸ مخابراتي آنټنونو ظرفیت 3G  او 4G  ته لوړ کړي چې د اړیکو او انټرنټي چوپړتیاو په برخه کې یې پر کیفیت مثبته اغیزه کړې.

په ټوله کې په پکتیا کې د رغول شویو او نویو سایټونه په شمول د ۵ مخابراتي شرکتونو ۱۶۸ آنټنونه فعال دي او په نورمال ډول خپل خدمات وړاندې کوي چې د ولایتي ریاست له لوري یې وخت په وخت نظارت ترسره کېږي.

پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو یاد ولایت کې تر دې دمه د اړیکو قطع کوونکې ۴ دستګاوې کشف شوي او فعالیت یې بند شوی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د غیر قانوني سیمکارټونو د ویش له بندیز وروسته یاد ولایت کې زرګونه غیر قانوني سیمکارټونه راټول شوي او اوسمهال د طرزالعمل مطابق په قانوني ډول سیمکارټونه ویشل کېږي او له یادې پروسې په جدي ډول څارنه روانه ده چې له مخې به یې چاته اجازه ورنکړل شي چې په غیر قانوني ډول سیمکارټونه ترلاسه کړي.

د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، ټکنالوجۍ سره د بلدتیا په موخه په درېیو دورو کې ۳۲۲ تنه زده کوونکي چې د مجربو ښوونکو له لوري روزل شوي فارغ کړي، په دغو زده کوونکو کې ۸۴ تنه دولتي مامورین هم شامل وو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته