د بیرغ ملي ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې ولمانځل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۴:۵۵
روز بیرق ملی

د دولت په کچه د ملي بیرغ د ورځې د لمانځغونډې مراسمو سره هممهاله نن له غرمې مخکې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او کارمندانو هم دغه مهمه ملي ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د اترا ادارې رییس عمر منصور انصاري او د دغه وزارت رییسانو او کارمندانو په ګډون د دغه وزارت په دروازو او دېوالونو کې د هیواد د درې رنګه بيرغونو په نصبولو سره ولمانځله.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې هیواد والو او د هیواد امنیتي ځواکونو ته د دغې ورځې په مناسبت د مبارکۍ ویلو ترڅنک یې د ګران هیواد درې رنګه بیرغ چې په تور، سور او زرغون رنګونو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په نښې ښکلی شوی دی د افغانستان په نوم جغرافیه کې د وروڼو قومونو د غرور، عزت، وقار، ازادۍ، ملي هویت، یووالي او پیوستون سمبول په توګه یاد کړ.

روز بیرق ملی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې همداراز د هیواد د بیرغ، ملي نوامیسو او د خاوري تمامیت په ساتلو کې د خلکو او په تیره بیا د امنیتي ځواکونو د مجاهدت او اتلوالیو يه یادولو سره زیاته کړه چې د افغانستان د وګړو او امنیتي ځواکونو د اتحاد، پوهې او بیدارۍ له برکته به د افغانستان دښمنان خپلو شومو موخو ته و نه رسیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې څرګنده کړه چې د هیوادوالو حقونه، سوله او ټیکاو، پراختیا او پرمختګ او تر ټولو مهمه د ټکنالوجۍ پرمختګ چې د اوسني عصر اړتیا او انکار نه منونکې پدیده ده یوازې د هیواد د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې تامینیږي. نن سبا د یو لړ ستونزو او ننګونو با وجود، ټکنالوجي په بیلابیلو بڼو کې خپله لار د ژوندانه په هرو برخو کې پرانیزي او دا کاروان به هیڅکله و نه دریږي.

میرمن خاوري یادونه وکړه څرنګه چې بیرغ د سیاسي نظامونو ځانګړنه او پیژندنه ده، د نن ورځې یو بل سره نښلول شوې نړۍ کې

روز بیرق ملی

یوه سوکاله ټولنه معلوماتي ټکنالوجۍ ته چې د پراختیا یوه ځانګړنه ده اړتیا لري. او موږ به دغې موخې ته د رسیدو لپاره په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې په ډیر جدیت کار وکړو.

د ستونزو او ننګونو سره سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د ادارو ډیجیټل جوړونې په ګډون د خپلو پراختیایي پروګرامونو پلي کولو لپاره هڅه کوي او باوري یو چې ټکنالوجي په بیلابیلو بڼو کې خپله لار د ژوندانه په هرو برخو کې پرانیزي او دا کاروان به هیڅکله و نه دریږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته