د پنجشیر سیمه‌ایزو ادارو وسایلو سروې او د ټکنالوجیکي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی پیل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۷:۳۷
سروی وسایل و چگونگی استفاده از منابع تکنالوژیکی ولایت پنجشیر

دا سروې د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست لخوا د ټکنالوجیکي وسایلو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د ټکنالوجیکي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي او د سیمه ایزو ادارو د معلوماتي ټکنالوجۍ د برخې مسئولینو سره د همغږۍ په موخه پیل شوې ده.

د دې سروې د تحلیل او ارزونې سره سم به د مخابراتو ریاست د قرنطین دورې د پای ته رسیدو وروسته د پنجشیر ولایت په کچه د ادارو کارکوونکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ډیجیټلي مهارتونو د پراختیا په موخه روزنیز پروګرامونه، ورکشاپونه او تخنیکي سیمینارونه تنظیم کړي.

سروی وسایل و چگونگی استفاده از منابع تکنالوژیکی ولایت پنجشیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۷:۳۶
Background image

د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۴جي انټرنېټي خدمتونه پیل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی او انټرنېټي چوپړ برابرولو په موخه د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې افغان بیسیم مخابراتي شرکت له...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د نیمروزولایت په مرکز زرنج ښار کې د سلام مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د نیمروز ولایت زرنج ښار برکت څلور لاري سیمه کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي خدمتونو شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي ذبیح الله ذکی په یاد ولایت کې د قانونی پوسټي خدماتو د وړندې کولو او ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته