له معصومې خاوري سره د ترکیې جمهوریت سفیر تعارفي کتنه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۵:۱۹
دیدار سفیر ترکیه با محترمه معصومه خاوری

په کابل کې استوګن د ترکیې د جمهوریت سفیر ښاغلي اوزهان آرطغرل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې معصومې خاوري سره د هغې په دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو او فرصتونو په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، ښاغلي آرطغرل یادونه وکړه چې د ترکیې جمهوریت د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په اړوندو او مطلوبو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.

آغلې معصومه خاوري د ښاغلي آرطغرل له حضور څخه مننه او قدرداني وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو په برخه یې لیوالتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته