آغلې معصومه خاوري د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۸:۳۲
جلسه کمیسیون مواصلات و مخابرات مشرانوجرگه

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیري معصومه خاوري او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت یو شمیر چارواکو د ‏مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون په بلنه د یاد کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړ او د کمیسیون غړو ته یې د ‏ترسره شويو فعالیتونو ، د وزارت راتلونکي پلانونو ، د مخابراتي خدمتونو عمومي وضعیت ، نوري فایبر ، د افغان ټلیکام ‏مخابراتي شرکت او سلام شبکې د خدمتونو کیفیت په اړه وضاحت ورکړ‎.‎

په دې ناسته کې چې د کمیسیون رئیس ښاغلي لطف الله بابا په ریاست جوړه شوې وه، د اترا ادارې رئیس ښاغلي عمر منصور ‏انصاري هم برخه اخیستې وه، چې د مخابراتي خدمتونو 10 سلنه محصول راټولولو په شمول په اړوندو مسلو خبرې وکړې‎.‎

کمیسیون مواصلات مخابراتی مشرانو جرگه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د افغان ټلیکام مخابراتي خدمتونو په اړه څرګنده کړه چې دا شبکه د افغانستان په لیرې ‏پرتو سیمو او نامناسب امنیتي شرایطو کې خدمتونه وړاندې کوي او زموږ تمرکز د دې شبکې د خدمتونو د کیفیت پراخول او ښه ‏کول دي. نوموړې یادونه وکړه چې پدې شبکه کې د انتنونو شمیر به په راتلونکي کال کې ډیر شي او مخابراتي خدمتونه به ‏پراخه شي‎.‎

د افغان ټلیکام د مخابراتي شرکت اجرایوي رئیس ښاغلي محمد صابر مومند هم د نوري فایبر د ودې، د شرکت د خدمتونو د ښه ‏والي په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د غوره کیفیت خدمتونو وړاندې کولو لپاره به کار وکړي‎.‎

په پای کې د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون رئیس ښاغلي لطف الله بابا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ‏وزارت له مشرتابه مننه وکړه او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل‎.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته