ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروګرام کې د دایکندي ولایت د مخابراتو رئیس راپور

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۴:۴۵
رئیس مخابرات ولایت دایکندی

د دایکندي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د ۱۳۹۹ مالي کال پای ته رسیدو هم مهاله، د خپلو اجراآتو او فعالیتونو په اړه راپور د یوې غونډې په ترڅ چې د خدیر ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه له خلکو سره شریک کړل.

په دې غونډې کې د ولایت ټولنیز او اقتصادي مرستیال آغلې فاطمه اکبري، په ولایتي شورا کې د خلکو استازو، د مدني ټولنو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د دایکندي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي لطف الله شریعتي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او زیربنا سکتور په نمایندګې د دوو مخابراتي سایټونو د بشپړیدو، په پوستې عوایدو کې د پام وړ زیاتوالي، په دایکندي ولایت کې د محرومو او ګڼ میشتو سیمو سروې په اړه راپور وړاندې کړ، او همداراز د مخابراتو او انټرنیټ پرمختیایی پلانونه یې د ولسوالۍ خلکو سره شریک کړل.

د خدیر ولسوال ښاغلي ابراهیم انصاري خلکو ته د دولت او چارواکو راپور ورکوونه د دوي لومړني مسؤلیتونه وبلل او د همکارو ریاستونو او موسسو له هڅو څخه د ستاینلیکونو په ورکولو سره ستاینه وکړه.

پدې پروګرام کې، د یو شمیر نورو ادارو رئیسانو هم د خپلو کړنو او اجراآتو راپورونه له خلکو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته