د دولتي دفترونو بریښنایي کولو په لور عملي ګامونه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۵:۵۱
govnet

د معاملاتو او الکترونیکي لاسلیک قانون تصویب کیدو وروسته، اوس مهال د دولتي دفترونو د ‏govnet‏ (د دولتی اداراتو داخلي ‏او خوندي شبکې) له لارې بریښنایی کیدو او اتصال لپاره لاره هواره شوې ده.‏

داخلي بریښنالیک سیسټم تر نوم لاندې  د ډومین af.، د معلوماتو مرکز او ‏govnet‏ شبکه هغه  درې فاکټورونه دي چې انټرنیټ ‏او انټرانیټ سره د دولتي دفترونو نښلولو امکانات برابروي.  ‏

دې موخي ترلاسه کولو لپاره پرون ماسپښین د وږي میاشتې په 22 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزیر ښاغلي محمد فهیم ‏هاشمي په مشرۍ او د وزارت د پالیسی او پروګرام مرستیال ښاغلي لطیف رای، ډیجیټل کاسا رییس او د دغې پروژې ‏متخصصینو په حضور ناسته جوړه شوې وه او د دغه پروګرام د پلي کولو څرنګوالي، لازمې اسانتیاوې او تجهیزاتو چمتو کولو ‏او متوقعه پایلو په اړه تفصیلي او هراړخیزې خبرې وشوې.‏

Govnet

پدې ناسته کې، د ډیجیټل کاسا رئیس ته لارښوونه وشوه چې هغه دولتي دفترونو لپاره  چې ټاکل شویده د دې پروژې له لارې له ‏انټرنیټ سره وصل شي د لومړیتوب چوکاټ او مهال ویش چمتو کړي او د govnet ‎‏شبکې تجهیزاتو مشخصات او اټکل شوي ‏نرخ په اړه اړین تخنیکي معلومات چمتو او په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.‏

همداراز پدې ناسته کې، د وزارت د معلوماتو مرکز د کاري ظرفیت او خوندیتوب د زیاتوالي څرنګوالي په اړه هم بحث وشو ‏ترڅو اړین تجهیزات او وسایل د تدارکاتو پروسې له لارې تعقیب شي.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته