د برښنایی (ډیجیټلی) معاملاتو او لاسلیک قانون تصویب شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۴:۳۴
ارگ

د بریښنایی لاسلیک معاملاتو او مراسلات قانوني اعتبار ترلاسه کړ

د برښنایی راکړې ورکړې او برښنایي لاسلیکونو قانون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا په شپږ فصلونو او دیرش ‏مادو کې تصویب شو.‏

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري په داسې حال کې چې د جلالتمآب ولسمشر، مرستیالانو، د کابینې غړو، د ‏عدلیې وزارت، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئیس د ملګرو ملتونو څخه د چارو په کمیسیون کې د سوداګرۍ نړیوال ‏قانون (‏UNCITRAL‏) ډاکټر لوکا کاستلایني، د ‏CLDP‏ برنامې او نور چارواکو څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ‏سره د دې قانون په مسودې، تدوین او نوي کولو کې ملاتړ، لارښود او همکاري کړې ده د مننې ترڅنګ، د دې قانون تصویب له ‏امله هیواد والو ته مبارکي وایي. ‏

دا قانون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې له یوې لسیزې څخه ډیر وخت لپاره ترکار لاندې و، چې په نهایت کې یې ‏د نږدې اوو میاشتو سخت کار او هڅو په لړ کې د اړوندو څانګو په نږدې همکارۍ د منظوری مرحلې ته ورسید.‏

ارګ

دا قانون د ملګرو ملتونو د لارښوونو، د برښنایی لاسلیکونو او سوداګرۍ موډل قانون، او د ملګرو ملتونو کنوانسیون د اصولو ‏په رڼا کې په نړیوالو تړونونو کې د برښنایی مخابراتو کارولو په اړه، چې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ قانون (‏UNCITRAL‏) لخوا ‏تصویب شوي، تدوین شوی دی.‏

د نړۍ له سلو څخه زیاتو هیوادونو لکه ګاونډی چین، هند، ایران، پاکستان، اروپا، امریکا او خلیجي هیوادونو په شمول د دې ‏قوانینو د احکامو په رڼا کې خپل برښنایی راکړې ورکړې قانونونه او بریښنايي لاسلیکونه تدوین کړي دي.‏

د برښنایی سوداګری او الکترونیکي لاسلیک قانون اساسا د څلورو بنسټیزو اصولو پراساس جوړ شوی دی، چې په لاندې ډول ‏دي:‏

‏‏۱- د بریښنایی راکړې ورکړې، لاسلیکونو او اړیکو پر وړاندې د نه توپیر اصل (غیر تبعیض)؛ (‏non ‎discrimination‏)‏

۲- د ټکنالوجۍ بې پرې توب ‏Technology neutrality‏)؛‏

۳- د کاري مساواتو اصل (‏Functional Equivalence‏) او

۴- د داوطلبي استعمال اصل (‏Voluntary Use‏). ‏

دا قانون د مور قانون په توګه، په هیواد کې د ډیجیټل او معلوماتي انقلاب ته لاره هواروي، اجباري ندی، یوازې معاملاتو، ‏لاسلیکونو او بریښنایي مراسلاتو ته اعتبار ور بخښي، مګر د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه لارښود نه وړاندې کوي.‏

دا قانون په ځینو سکتورونو لکه برښنایي حکومتولی، بانکداری، تادیات او ګمرکونو کې د اړوندو مقرراتو له لارې د تطبیق وړ ‏دی روڼتیا او د عمل ګړنديتوب رامنځته کوي او ترټولو مهم د فساد پروړاندې مبارزې ته لاره هواروي.‏

ARG

د مسلې تخنیکي اړخ په اړه، باید یادونه وشي چې د افغانستان شرایطو او واقعیتونو ته په پام سره ، موږ دا قانون په دوه پړاونو ‏کې چمتو کړی دی، پدې معنی چې بریښنایی لاسلیکونه او حساسو قضیو کې چې وروسته به د ارکا مقرراتو کې تنظیم شي کولی ‏شي ډیجیټل لاسلیکونو ته چې د برښنایی لاسلیک پرمختللي او خوندي ډولونه دي اعتبار ور کړي.‏

دا قانون د ژینوا په کنفرانس کې د هیواد ژمنه ده، موږ باور لرو چې دا قانون به په هیواد کې د ډیجیټل اقتصاد ودې، د پانګونې ‏راجلبولو او د معلوماتي ټکنالوجۍ صنعت پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. په دغو برخو کې پراخې برنامې به د مخابراتو ‏وزارت لخوا پلي شي.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته