بیرغ د یووالي او قوت نښه ده؛ د بیرغ ملي ورځ مو مبارک شه!

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۶:۱۰
Mohammad Fahim Hashimy

اووم د زمری د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت په کالنامه کې د بیرغ د ملی ورځۍ په نوم نومول شوې ده. نو په دې بنسټ، نن(سه شنبه، ۷ د زمری) د بیلابیلو شانداره دودنو په ترڅ کې د دولت او حکومت په کچه نمانځل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت رهبرې او کارکوونکو هم همدارنګه د یوه شانداره او د هیواد درې رنګه بیرغ د وزارت په انګړ کې د دیوارونو د پاسه د رپولو سره ونمانځله.

ښاغلی محمد فهیم هاشمی د دې وزارت چارسمبال د هیواد درې رنګه بیرغ یی د یووالي، قوت او خپلواکی نښه وبلله او دغه ملی مناسبت یی د دولت رهبري، ګران هیوادوالو او د وزارت کارکوونکو ته مبارکی وویله.

ښاغلی هاشمی یاده کړه چې د هیواد درې رنګه بیرغ د رپولو لپاره ټول باید زیار اوباسو او هغه کسان چې دا بیرغ یی په ملي او بین المللی ډګرونو کې تل رپاند ساتلی دی، ترې مننه وکړه.

او په پای کې یې زیاته کړه " هغه حق چی بیرغ یی پرموږ لری باید اداء یی کړو."

flag day

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته