د Girls In ICT نړېوالې ورځې د نمانځنې غونډه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۳:۲۹
اشتراک در محفل تجلیل از روز جهانی Girls In ICT

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د اترا ادارې په نوښت د Girls In ICT نړېوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې ګډون کړ.

محترم آريوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د ښځو پر ونډه ټينګار کوړ او زیاته يې کړه چې مېرمنې د بېلابېلو دولتي او خصوصي نهادونو رهبري کوي او ډېرې وړتياوې لري چې کولای شو د افغانستان نجونو روباټيک ټیم يادونه وکړو چې د نړۍ په کچه يې خپل نوښتونه خلکو ته وښودل.

د Girls In ICT نړېواله ورځ هر کال په ۱۷۱ هېوادونو کې نمانځل کېږي او موخه يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د مېرمنو تشویق او ملاتړ دی.

ښاغلي شهزاد آريوبي زیاته کړه له نېکه مرغه په دغه سکټور کې د ښځو ونډې د زیاتېدا لپاره ځانګړي پروګرامونه په نظر کې لرو چې د موخې د تر لاسه کولو لپاره مو د مېرمنو لپاره د زده کړې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي او د خوندي معلوماتي فضا د جوړولو لپاره کار کوو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته