د روشن مخابراتي شرکت د ده افغانانو نمايندګي وتړل شوه

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۸ - ۱۵:۷
د روشن مخابراتي شرکت د ده افغانانو نمايندګي وتړل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په کابل کې د غېر راجستر شويو سيمکارتونو د ټولولو کمپاين پيل کړ او د بېلابېلو شرکتونو زرګونه غېر راجستر سيمکارتونو ټولولو تر څنګ يې د غېر راجستر سيمکارتونو د بالفعل خرڅلاو له کبله په ده افغانانو کې د روشن مخابراتي شرکت نمايندګي مهرو لاک کړه.

محترم شهزاد آريوبی ددې تر څنګ د MTN، اتصالات او افغان بېسیم شرکتونو نمایندګيو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د غېر راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو څخه ډډه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رسمي مکتوبونو له لارې په قاطعيت سره يادونه کړې وه چې له دې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته په هېڅ صورت په غېرمجوز توګه د سيمکارتونو پلور د منلو وړ نه دی.
شرکتونه بايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له خوا د جوړې شوې کړنلارې له مخې سيمکارتونه توزيع کړي او د تخلف په صورت کې به له توصيې او جرېمې وروسته د سيمکارت پلورنې د اړوند شرکت د جواز لايسنس لغوه کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د لسګونه سيمکارت پلورونکو څخه د سيمکارتونو ټولونې تر څنګ هغوی ته توصيه وکړه چې په راتلونکي کې په غېر مجوز توګه سيمکارتونه ونه پلوري او د خپلو خلکو او هېوادوالو د ژوندانه د مصؤونيت په برخه کې ونډه ادا کړي.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات ددې تر څنګ په ټولو ولايتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو ته هدايت ورکړی چې د اترا ادارې ولايتي مسؤولينو د امنيتي نهادونو په همکارۍ ټول غېر مجوز سيمکارتونه راټول کړي او که د وزارت هر کارکوونکی په دې برخه کې غفلت وکړي له دندې به لرې کړل شي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولايتي رياستونه مکلف دي چې د د اړوندو مواردو د موجوديت په صورت کې د اړوند شرکت د فروشاتو ياده نمايندګي د اترا ادارې او امنيتي نهادونو په همکارۍ مهرو لاک کړي.

د يادولو وړ ده چې د غير راجستر سيمکارتونو د پلورونکو د بانډ په شکل کار کوي چې د کمپاين د پېل سره يې له ډېرو سيمو سيمکارتونه ټول کړي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هوډ لري چې نور ددغه پدېدې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او د خلکو د ژوند او هوساينې په موخه د غېر راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو مخه ونيسي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته