د مخابراتي خدماتو د ۱۰٪ محصول د جمع آورۍ سيسټم( RTDMS) جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

کابل، افغانستان: د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د جمع آورۍ ( Real Time Data Management System) قرارداد د پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي او د BUSTOS Group LLC امريکايي کمپنۍ د رئیس محترم Joshua G. Bustos تر منځ په ارګ کې د جمهور رئیس په حضور کې لاسلیک شو.

ددغه سیسټم د جوړولو بیه ۱۱.۱۳۶.۴۳۱ ميليونه امریکايي ډالر ټاکل شوې ده
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي چې نن له غرمې وروسته يې په یو مشترک خبري کنفرانس کې ددغه مهمې ملي پروژې په اړه خبرې کولې وویل : د ریل ټایم ډيټا منجمنټ سیسټم د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د جمع اورۍ په موخه په هېواد کې کارول کېږي.

دغه سیسټم چې د مخابراتي سکټور د عوايدو د راپور ورکولو مسؤوليت لري، اساسي موخه يې د مخابراتي شبکو د سیسټم سره د وصلېدو له لارې کره معلوماتو راپور ورکول او د لس سلنه مخابراتي خدماتو د محصول ټولنې او مخابراتي شبکو د نورو عوايدو ټولونې په پروسه کې د خلکو اطمينان تر لاسه کول او روڼتيا رامنځته کول دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ددغه سيسټم په جوړولو سره به د مخابراي خدماتو محصول ټولونې کې روڼتيا راشي او حکومت به د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې په برخه کې ځواب ويونکی و اوسي.

ددغه قرارداد له مخې د BUSTOS Group LLC امريکايي کمپنۍ د څلورو تر پنځه مياشتو موده کې د مخابراتي خدماتو لس سلنه محصول ټولونې سيسټم جوړوي ، تر ۱۵ مياشتو دغه سيسټم ته پراختيا ورکوي، او د سيسټم نورې برخې لکه عملياتي، ظرفيت لوړونې او حفظ او مراقبت چارې تر سره کوي.

په همدې حال کې د BUSTOS Group LLC کمپنۍ رئیس Joshua-G bustos تاکيد وکړ چې د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولونې سيسټم به په ټاکلي وخت کې جوړوي او يادونه يې وکړه چې شرکت يې په دې برخه کې کافي تجربه لري.