د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر د افغانستان د انټرنیټي ټولنې په ناسته کې ګډون وکړ

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۲ - ۵:۳
llllkj

نن د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د افغانستان د انټرنیټ د حاکمیت (IGF Afghanistan) په ناسته کې چې د افغانستان د انټرنیټي ټولنې (Internet Society Afghanistan) لخوا جوړه شوې وه ګډون وکړ.

ښاغلي اریوبی د افغاانستان د انټرنیټي ټولنې له رهبري هئیت څخه مننه وکړه چې چې اکاډومیک شخصیتونه یې راټول کړي او له یوبل سره په همغږۍ د پالیسو په جوړولو، د قوانینو مطالعې او د نړۍ تجروبو څخه ګټې اخیستنې باندې کار کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د انټر نیت حاکمیت یوه جدي اړتیا ده چې په موثر شکل تامین شي، سایبري قوانین جاري او رعایت شي او د سایبري جرمونو تعقیب منځ ته راشي

هفه زیاته کړه چې سربیره پردې، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تړاو د مجهز ملي ډیټاسنټر په لرلو سره چې د Afghan Cloud او NIXA پروژې په پام کې لرو، چې د NIXA پروژې په پلې کیدو سره د انټر نيټ بشپړ کنټرول د دولت په واک کې راځي. همدارنګه د انټر نیټ بیو د راښکته کیدو په اړه چې د پام وړ بدلون پکې راغلی یادونه وکړه، او وویې ویل چې د مخابراتي خدمتونو د قیمتونو د راټیټولو ترڅنګ به کفیت او چټکتیا ته هم پاملرنه وکړو. هغه وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د Open Access Policy په رامنځ ته کولو سره اترا اداره پدې وتوانیده چې څلورو شرکتونو ته جوازونه ورکړي چې دا به د انټرنیټ په بازار کې د سالم رقابت پر لور یو نوی ګام وي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته