د هند سفیر سره ناسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر نن د هند سفیر ښاغلي منپريت اوهرا سره ولیدل.

په دغه ناسته کې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې د افغانستان د ټرمينل د پرانستې، د هند لخوا افغانستان ته د یوې بېلې ځانګړې سپوږمکۍ، د مخابراتو او ټیکنالوجي په سکتور کې د کدرونو په روزلو، کوچنیو پراختیایي پروژو او په دوه اړخیزو دوستانه اړیکو خبرې وشوې.
ډېر ژر به د هند او افغانستان تر منځ د جنوبي اسیا د سپوږمکۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره یادښتلیک هم لاسلیک شي. په دغه سپوږمکۍ کې چې ټول ۱۲ ټرانسپونډرونه لري، دوه به یې په وړیا ډول افغانستان ته ورکړل شي. له دې سپوږمکۍ به د مخابراتو، تلویزوني خپرونو، کرنې، کانونو او نورو برخو کې ګټه پورته کړای شي. همدا راز افغانستان ته د یوه ځانکړي سټیلایټ جوړولو او کابل کې د سټېلايټ د يو سټېشن جوړولو اړوند هم بحث وشو.

سرپرست وزير د هند له دوامداره مرستو مننه وکړه او هند يې خپل نژدې ستراتيژيک ملګری وباله. د هند سفير افغانستان کې د لا ډېرو پراختيايي کارونو هوډ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته