د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزیر ښاغلي امیرزی سنګین د دغه وزارت له رهبري هییت، مامورینو او کارمندانو سره د مخه ښې کتنه وکړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په دې کتنه کې چې نن د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۸ مه نیټه  تر سره شوه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي مرستیال  او سرپرست وزیر ښاغلي بریالي حسام خبرې وکړې او د ښاغلي امیرزي سنګین هڅې وستایلې او د خپل خبرو په ترڅ کې وویل:

د جګړې د کلونو په درشل کې نه یواځې افغانستان چور او شتمنۍ یې له منځه ولاړه، بلکې د مخابراتي سیستم په شمول یې زیربنا هم له ویجاړه شوه. په ټولیزه توګه په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو ډیر لږ بنسټیز خدمتونه هم موجود نه وو.

په هیواد کې د نوي نظم او نوي حکومت له را منځته کیدو را پدې خوا د خلکو د اړتیاوو پوهره کولو په خاطر او د مخابراتي خدمتونو بیارغونې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښاغلي امیرزي سنګین تر عالمانه لارښوونې لاندې مثبته پالیسۍ طرح کړه چې  په رڼا کې یې په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو او خدمتونو په برخه کې د پام وړ پر مختګ رامنځته شو.

ښاغلي حسام زیاته کړه: چې له نیکه مرغه د ښاغلي سنګین د نه ستړي کیدونکي هڅو او ددغې پالیسۍ  د پلې کیدو پر بنسټ په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه او زمونږ د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې پوره بدلونونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي حسام وویل: چې د مخابراتو وزارت او د افغانستان خلک د ښاغلي سنګین د کړنو څخه قدرداني کوي او هغه ته د بریالیتوب هیله کوو.

ښاغلي امیرزي سنګین په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  کې له خپلې دندې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د مخابراتو وزارت  د مشرتابه او ټولو مامورینو  د همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته