بدخشان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د اسد میاشتې په ۱۹ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په بدخشان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول.

په دغه سفر کې د مخابراتو وزارت  تخنیکي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ولایت  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډه کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون یې وکړ.

ښاغلي حسام په دغه غونډه کې خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز ارزښت لړي.

او همدا راز ښاغلي حسام د افغان ټیلي کام سلام شبکې  خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کړې چې د هرې ممکنې لارې څخه په ګټې اخیستنې په ټول هیواد کې خلکوته باکیفیته او په کمو بیو مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه برابر کړي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ  خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې د بدخشان ولایت والي ، د ولایتی شورا غړیو او قومی مشرانو خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د غور ولایت په شهرک او تولک ولسوالیو کې ۳ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

یاد مخابراتي سایټونه چې د ۲جي او ۳جي عصري ټکنالوجۍ سمبال دي د غورلایت یادو ولسوالیو اوسېدونکو لپاره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د کړنلارې مطابق د سیم‌ کارتونو ثبت او راجسټر، د فریکونسیو جواز تمدید...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته