د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د شهیدانو اونۍ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن چهار شنبه د ۱۳۹۱ کال د وږي میاشتې په ۲۲ مه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت رهبري هئیت ، رئیسانو او کارکوونکو لخوا د شهیدانو اونی د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. یاده غونډه چې دپست د کنفراسونو په تالار کې جوړه شوي وه دهیواد دشهیدانو دمقام په اړه بیلابیلی خبرې وشوي. د مخابر اتو او معلوماتي تکنالوجی وزارت  مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د هیواد د آزادی د شهیدانو سپیڅلي روح ته د دعا کولوڅخه وروسته، په ټینګارسره وویل: مونږ باید د هیواد دخپلواکی د هر شهید د زړه ارمان د پوره کولو لپاره چې د اسلام مقدس دین ته خدمت، حق او عدالت تامینول او د ملی وحدت ساتنه ده هڅه وکړو. ښاغلی سادات زیاته کړه: د ګران هیواد خپلواکي دهغو دوینو او سرښندنو ښکارندوي کوي که چیرې غواړو چې زمونږ د شهیدانو روح خوشحاله وي، ښایي چي د هغوي هیلې او آرمانونه پوره کړو.

 ورپسې د وزارت د اداری او د داخلی تفتیش رئیسانو د موضوع په اړه خبرې وکړې اود غونډې په پای کې دمولوی صاحب دین خبر لخوا د قرآن کریم ختم نامه قرائت شوه او د اسلام او خپلواکی د لاري ټولو شهیدانوته دعا وکړه.  

  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته