۲۰۰۰ نیلګي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په اړوندو څانګو کې کېښودل شول
ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د ۱۳۹۰ کال د راسیدو په وياړه ( ۲۰۰۰) بیلابیل نیلګی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په اړوندو څانګوکې د هېواد د سمسورتیا په موخه کېښودل.

په غونده کې چی د مهتاب قلعه په سیمه کې د نیلګیو کیښودلو په اړه جوړه شوی وه دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین دمخابراتواومعلوماتی ټکنالوجۍ وزارت معینان ، رهبری هئیت،کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو، د مهتاب قلعه د منیتورینګ په انکړکې نیلګي کېښودل .
دغونډی پای کې ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د رسنیو استازو ته ځواب وکړل .
