د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Panjshir

د پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ، په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت آترا ادارې نماینده د مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو ترمنځ د ښو مخابراتي چوپړتیاوو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې یې مطرح کړې او همداراز په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې د کړنلارې پلي کولو، د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو ثبت، د سیمکارتونو د پلور څرنګوالی، دمخابراتي خدمتونود کیفیت دښه والی، په وخت د پیرودنکو شکایاتو نوته رسېدنه او نورو موضوعاتو په اړه خبر وشوې.

په دې ناسته کې دپنجشیر ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو مطابق وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته