د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
معین مالی و اداری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو په تړاو د روسیې هېواد د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د حکومتي اړیکو او ستراتیژۍ مرستیال رییس ښاغلي میرون مارشانیا سره لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د پازیټیف شرکت استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې اوس مهال افغانستان خوندي او امنیت یې ډاډمن دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي او په وینا یې د متقابل احترام او ګټو د خوندیتوب په اساس هڅه کوي افغانستان کې د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ لپاره له شته فرصتونو ګټه واخیستل شي او هغه تخنیکي وړتیاوې چې دوی یې لري افغانانو ته یې هم انتقال کړي.

ورته مهال د روسیې هېواد د پازیټیف ټکنالوژي شرکت مسؤل هم ډاډ څرګند کړ چې دوی چمتو دي څو د سیسټمونو د امنیت د خوندي ساتلو او هغه موضوعاتو په برخه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یې د خپلو هېوادوالو او یا هم د حکومت په کچه د سایبري خوندیتوب په برخه کې اړتیا ویني همکاري وکړي او همداراز د ظرفیت لوړونې په برخه کې هغه تجارب چې دوی ترلاسه کړي له افغان انجنیرانو سره یې شریک کړي.

د یادونې وړ ده پازیټیف ټکنالوژي روسي شرکت په ګڼو هېوادونو کې د سایبري امنیت په برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۲۵
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ملاتړ په موخه د پرمختللي لابراتوار پرانیسته

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څېړنې او پراختیا معلوماتی تکنالوژی عمومي ریاست له لوري د نوښتونو د ملاتړ او همکارۍ په موخه پرمختللی او مجهز لابراتوار ګټې اخیستنې ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د خوست ولایت په مرکز او اسمعیل خیل او مندوزیو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مرکز اړوند وچې خوړې، مرمندۍ، حبشخیلو او د اسمعیل خیلو او مندوزۍ ولسوالۍ حیدخیلو للمي کلي کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او عدلیې محترمو وزارتونو تر منځ د یو شمېر سیسټمونو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د امارتي ادارو لپاره د سیسټمونو د جوړولو په دوام د عدلیې محترم وزارت لپاره د تقنیني...

بېرته خبرونه ته