د هېواد شمال او جنوب ختیځو ولایتونو کې د یو شمېر منظور شویو مخابراتي آنټنونو د جوړېدو په تړاو ناسته وشوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتي شرکتونو له مسئولینو سره د هغو مخابراتي سایټونو په اړه بحث او خبرې وکړې چې شاوخوا یو کال وړاندې د مخکیني وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري منظور شوي وو.
په دغې ناسته کې د ټولو مخابراتي شرکتونو له لوري د دوی د ترسره شویو کارونو په تړاو معلومات وړاندې شول او همدا راز په هغو ستونزو هم خبرې وشوې چې له امله یې تر دې دمه د یو شمېر آنټنونو چارې ځنډنۍ شوې دي.
د غونډې په جریان کې د مخابراتي شرکتونو استازو څرګنده کړه چې د منظور شويو سایټونو له جملې څخه یو شمېر یې فعال شوي، خو د ځینو نورو د تطبیق بهیر د بېلابېلو ستونزو له امله ځنډېدلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د شرکتونو مسئولینو ته هدایت وکړ چې د منظور شويو سایټونو د تطبیق پروسه چټکه کړي او په هغو سیمو کې چې خلک له مخابراتي خدمتونو محروم دي، ژر تر ژره د شبکو د فعالېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، همدارنګه ټینګار وشو چې شرکتونه باید د یادو ستونزو د حل لپاره له وزارت سره نیږدې همغږي وساتي.
د مخابراتي شرکتونو د راپور له مخې روشن مخابراتي شرکت ته ۲۴ مخابراتي آنټنونه منظور شوي وو چې له ډلې یې ۷ جوړ شوي او د یاد شرکت د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال جون میاشتې پورې به د ټولو مخابراتي آنټنونو چارې بشپړې شي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري به هم ۱۱ مخابراتي آنټنونه اپریل میاشتې تر آخره بشپړ شي.
همدا راز سلام مخابراتي شبکې له لوري له منظور شویو سایټونو څخه یې ۵ جوړ شوي او د شرکت د وینا په اساس به د پاتې مخابراتي آنټنونو چارې هم چټکې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اتصالات مخابراتي شرکت ته ۱۲ آنټنونه منظور شوي چې د شرکت په وینا د ۶ مخابراتي آنټنونو سروې سر ته رسېدلې او د پاتې آنټنونو سروې او د جوړېدو بهیر به یې هم نیږدې وخت کې پیل شي.
اټوما له لوري به ۲۵ مخابراتي آنټنونه جوړېږي او د شرکت د وینا په اساس سروې یې بشپړه شوې او لنډ وخت کې به یې چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده یاد مخابراتي آنټنونه کال وړاندې د شرکتونو د استازو په شتون کې د شمال او جنوب ختیځو ولایتونو د والي صاحبانو د غوښتنې په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بغلان، بلخ، سمنګان، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو ته منظور شوو چې جوړېدو سره به یې د یادو ولایتونو ډیری مخابراتي ستونزې حل شي.
