د احصایې ملي ادارې د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو سیسټم بیا ځلې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۲۶
سیستم سازی

د قاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجټلي کولو سیسټم چې له ۱۴۰۰ هـ ش څخه راپدېخوا د یو لړ تخینکي ستونزو له امله غیرفعال و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د ریاست له لوري بیا ځلي فعال او اوس مهال په عملي ډول ګټه ترې اخیستل کېږي.

یاد سیسټم چې د هېواد په کچه یو له مهمو سیسټمونو څخه دی او د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د آرشیف او الکټرونیکي کولو پروسه پکې مخې ته ځي له اړتیا سره سم د بیا ځلې فعالېدو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د انجنیرانو له لوري یې د سیسټم ټولې برخې ارزول شوي، ستونزې ملاحظات او هغه کمبودیانې چې باید حل کړای شي د پلان له مخې په نظر کې نیول شوې وې چې د سیسټم د چمتو کولو په مرحله کې یې ټولې نیمګړتیاوې حل او له امتحاني دورې وروسته د احصایې ملي ادارې ته سپارل شوی چې اوس مهال د یاد سیسټم له لارې عملا د معلوماتو د ثبت پروسه جریان لري.

د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو او آرشیف سیسټم کې د سهولتونو د ایجاد او همدارزا د ناسمو معلوماتو د درج کولو د مخنیوي په موخه دغې سیسټم کې ګڼې مهمې برخې په نظر کې نیول شوي چې په اساس یې اصلي معلومات راټولېږي او په دقیق او منظم شکل ذخیره کېږي چې له مخې یې راتلونکي لپاره د باور وړ (ډیټا) معلومات خوندي پاتې کېږي او همدا راز د ډیټا د کیفیت د ساتلو په موخه د کیفیت د کنټرول برخه هم لري چې استفاده کوونکي کولای شي ثبت شویو معلوماتو ارزونه وکړي، په څو مهمو برخو یې وویشي او د کیفیت د ښه والي په موخه خپل پلانونه عملي کړي، د کاغذي پیژندپاڼو یاد سیسټم چې د احصایې ملي اداره به د هېواد په کچه ټولې هغه کاغذي تذکرې چې له ۱۳۵۲ هـ ش کال راپدېخوا ویشل شوي د یاد سیسټم له مخې ډیجیټلایز کړي او د دې لپاره چې د اسنادو موثقیت تر سوال لاندې رانشي سیسټم د ریکارډونو د تفتیش ۳ مرحلې لري چې په تطبیق سره یې د غلطو معلوماتو درج کولو اندېښنه له منځه وړي.

د کاغذي پیژند پاڼو سیسټم چې د اپکلیشن په ډول ترې ګټه پورته کېږي د سیسټم ټولې برخې، د پالیسیو تطبیق، پروسې او  ګڼ پروسیجرونه په یوه وخت کې د کاغذي پیژندپاڼې د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو او آرشیف سیسټم کې  کار کوي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق دنده پرغاړه لري د هېواد په کچه یې ګڼو امارتي ادارو ته د دوی د غوښتنو په اساس سیسټمونه جوړ کړي او لا هم افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په موخه امارتي ادارو او وزارتونو ته د افغان انجنیرانو په توسط موثر او د عصر د ټکنالوجۍ په اساس خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته