کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
ولایت کنر افغانستان

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت چپې درې ولسوالۍ څاریګل سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړولو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د چپې درې ولسوالۍ هغه محرومې سیمې چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي مخابراتي آسانتیاوې برابرې شي او همدا راز د سیمې اوسېدونکو ته به مکالماتي او انټرنټي چوپړ چمتو کړي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د ارزګان ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د پنځو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند په (چرمستان او چنار)، چنارتوولسوالۍ په (لنګر او پاتان) او چورې ولسوالۍ کمیسان کليو کې د اټوما مخابراتي شرکتونو... . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سلام مخابراتي شبکې ۱ مخابراتي انټن جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د چمتو کولو په موخه د یاد ولایت مرکز پارون ښار کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته