کندز ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت کې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.
د دغې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر اوسمهاله په یاد ولایت کې د نویو سیمکارټونو خرڅلاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق تر سره کیږي او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې پیرودونکو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.