په میدان وردګ ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د جوزا میاشتې په ۳ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام  لخوا په میدان وردک ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شو.

ددغه سفرپه لړ کې د مخابراتو وزارت  تخنیکي مرستیال او ورسره پلاوي ته د یاد ولایت  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډه کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون یې وکړ.

ښاغلي حسام په دغه غونډه کې خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړاو د سلام شبکې د خدمتونو پیلول یې حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز رول لوبوي او همدا راز حسام د افغان ټیلي کام سلام شبکې  خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.

همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ  خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل.

ښاغلي حسام د خپلو خبرو په دوام وویل: چې تر اوسمهاله د سلام 3G شبکه د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې فعاله شویده  او د ډیرې خوشحالۍ ځای دی چې نن د میدان وردک ولایت کې د سلام 3G شبکه پرانیستل کیږی او د میدان وردک ولایت شریفو خلکو ته فرصت تر لاسه کیږي چې د انترنټ خدمتونو څخه په خپلو چارو کې ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې دمیدان وردک ولایت محترم والي وویل: چې د سلام شبکې پرانیستل یونیک او د قدر وړ عمل دی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته