په زابل ولایت کې د نوري فایبر او سلام 3G خدمتونه په رسمي ډول پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د روان ۱۳۹۳ کال د سنبلې میاشتې په ۵ مه نیټه زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوري فایبر پروژې او سلام 3G کار پرانیست.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوی د خلکو له ګرم ښه راغلاست سره مخ شو او د نوري فایبر د پروژې د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ، د غونډې د پرانستلو پرمهال د زابل  ولایت د والي مرستیال ملمنو ته ښه راغلاست ووایه او له راتګ څخه یې زابل ولایت ته خپله خوښي څرګنده کړه.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین خبرې وکړې او د زابل ولایت د خلکو د تاوده هرکلي څخه د مننې په څرګندولوسره یې وویل: ډیر خوښ یم چې زابل ولایت ته سفرکوم دا سفر ماته خورا با ارزښته دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدارنګه د مخابراتو د وضعیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپل پلان او پالیسیو پر بنسټ د وروستیو ۱۲ کلونو په ترڅ کې د مخابراتي سکتور په برخه کې او خلکو ته د لاښه او ارزانه مخابراتی او انټرنټي خدمتونو برابرولو لپاره نه ستړي کیدونکی هڅې کړي چې اوس مهال له شل ملیونو زیات افغانان مبایل خدمتونو ته لاسرسی لري او د قناعت وړ پرمختګ  یې کړی، هغه وویل چې د وروستۍ یوې لسیزې په موده کې پر مخابراتي سکتور څه باندې دوه ملیارده ډالره پانګونه شوې چې زرګونو هیوادوالو ته پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار او بوختیا زمینه پیدا شوې ده.

په ورته وخت کې د مخابراتو محترم وزیر د نوري فایبر پروژې ته په اشارې سره وویل چې دغه پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او په نښلولو سره به يې به ټولو ولایتو کې خلکو ته د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، زراعت او نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي، هغه همدارنګه د الکترونیکي دولتدارۍ او له انلوګ څخه ډیجیټل ته د ټلویزیوني شبکو د سیسټم اړولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او په ګتو یې خبرې وکړې.

نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاړي چې په زابل ولایت کې د با کیفیته او ټیټو بیو د وړاندې کولو لپاره د نوري فایبر پروژې خدمتونه او سلام 3G شبکه د کار د پیلیدو سره د زابل ولایت ښاریان به د افغانستان او ټولې نړۍ سره وصل شي او لدې سره به د زابل ولایت خلک ، دولتي او غیر دولتي بنسټونه ته باکیفیته او ټیټو بیو انټرنټي او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسۍ تر ټولو ښه امکانات برابر کړي.

زابل ولایت د نوری فایبر حلقوی رنګ په وسیله د قندهار ولایت له لارې نښلول شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به د غزني ولایت له لارې هم ونښلول شي.

وروسته دزابل  ولایت د والی مرستیال محترم محمد جان رسولیار، په ملي شورا کې د خلکو استازیو هر یو ښاغلي عبدالقادر قلاتوال او حمیدالله توخي، د امنیه قوماندان ښاغلي غلام سخي روغ لیونی او قومي مخور ښاغلي غني خان توخي په وار سره خبرې وکړې او  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د یادو پروژو پرانیستل یې د زابل  ولایت لپاره یو ستر پرمختګ وبلل.

همدا راز د زابل ولایتی شورا غړيو او یو شمیر قومي مشرانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام زابل ولایت ته له پاملرنې څخه د مننې په څرګندولو سره خپل وړاندیزونه او غوښتنې ښاغلي امیرزی سنګین ته وړاندې کړلې چې د مخابراتو وزیر لخوا په ورین تندي ومنل شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د پکتیا ولايت په ځاځی آریوب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځی آریوب ولسوالۍ...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

بېرته خبرونه ته