هرات ولایت کې ښاریانو او بیرته راستنېدونکو هیوادوالو لپاره د سیم کارتونو ویش پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د هدایت له مخې، بیرته راستنېدونکو هیوادوالو د مخابراتي ستونزو حل او آسانتیاوو برابرولو په موخه په هرات ولایت کې د موبایل سیم کارتونو ویش پیل شو.
دا سیم کارتونه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ولایتي ریاست، د اترا ولایتي آمریت، او د مخابراتي شرکتونو مسئولینو لخوا له تایید وروسته ، ښاریانو ته رسمي نمایندګیو کې او بېرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د هرات ولایت د اسلامقلعه سرحدي بندر په سیمه کې توزیع کیږي.
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته د مهاجرت فورمو له مخې، ۳ سیم کارتونه وړیا ورکول کیږي چې هر سیم کارت ۱ جی بی انټرنیټ او ۱۰۰۰ دقيقې وړیا مکالماتي خدمتونه لري، چې د ۴ میاشتو لپاره به فعال وي، له یادې مودې وروسته، د سیم کارت لرونکي مکلف دي چې خپل سیم کارتونه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د کړنلارې مطابق ثبت کړي.
د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان کډوالو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.