هرات ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲۹

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د پشت کوه ولسوالۍ مندل کلي، د ګلران ولسوالۍ په خاوګانی کلي او د کشک رباط سنګی ولسوالۍ په لک لک خانه کلي کې د درې مخابراتي سایټونو د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
Background image

غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه...

بېرته خبرونه ته