نورستان ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې د سلام شبکې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۲:۶
مخابرات ولایت نورستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت په لارښوونه نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند نشیګرام سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت مسؤلینو د ګډو هڅو په ترڅ کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام شبکې د یوه نوي سایټ چې په 3G وسایلو به سمبال وې، دجوړولو چارې پیل شوې.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د نوموړې ولسوالۍ اړوند نشیګرام او مندیش سیمې تر مخابراتي او انټرنټي پوښښ لاندې راوستل شي او د دغو سیمو مخابراتي ستونزې به ورباندې حل شي.

دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۱۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره د نوري فایبر...

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۱۳
Background image

د زابل ولایت په سیورې او شینکۍ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پیل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې پر اساس د مخابراتي او انټرنتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا...

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۰
Background image

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د روشن مخابراتي شبکې ۴جي انټرنیټي خدمتونه پیل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته