ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه کمپاین تر سره شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۶:۳۰
مخابرات ننگرهار

دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست او ګډ کميسون له لوري د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې دوه شرکتونه چې د اپرا جوازونه یې نه درلودل او خدمات یې وړاندې کول فعالیتونه یې متوقف او دفترونه یې لاک او مهر شؤل او همدا راز ځینو نورو پوستی او کارګو شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه او تعهد ترې واخیستل شو تر څو غیر قانوني پوستي خدمتونه ترسره نه کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

دغې ناسته کې د اجنډا مطابق د مخابراتو وزارت د ولایتي ریاستونو د ستونزو پر حل، پوسټي خدمتونو، د ولايتي ریاستونو ښوونیزو مرکزونو پر تجهیز، امارتي وزارتونو او اداراتو...

بېرته خبرونه ته