ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي آسانتیاوې برابرې شوي

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۱:۳۴
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي چوپړتیا او د لا ډېرو آسانتیاو د برابرولو په موخه د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوي، دغو نمایندګیانو کې د افغان کډوالو هرې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه ورکول کېږي چې یو جي بي انټرنیټ او (۱۰۰۰) زر وړیا دقیقې هم لري.

دا آسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د افغان کډوالو لپاره د سهولت د رامنځته کېدو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ایجاد شوي چې وکولای شي پر وخت لازمې آسانتیاوې او د مخابراتي شرکتونو اړوند سیمکارټونه هرې کورنۍ ته ورکړل شي.

د یادونې وړ ده یاد سیمکارټونه به اوس مهال د افغان کډوالو د مهاجرت په فورمو ثبت او راجسټر کېږي او تر ۴ میاشتو پورې به فعال وي، وروسته له هغې د سیمکارټ درلودونکي اړ دي څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق خپل سیمکارټونه ثبت کړي.

ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ تورخم ښارګوټي اړوند عمري پنډغالي کې د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان مهاجرینو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته