موضوع: د پُست عمومي ریاست د آی تی برخې د څلور قلمه تجهیزاتو د چمتوکولو د ورکړې خبرتیا

naweed_admin

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت، د پُست ریاست د پُستي خدمتونو لپاره د ای ټي څلور قلم تجهیزاتو پروژه داسلام شینواری لوژستیکی خدمات شرکت ته چې د کابل ښار د دوهمه ناحیه نادر پشتون وات کې موقعیت لري د لس ملیونه او یوولس زره پنځه سوه نوي او اوه اعشاریه پنځه (۱۰٫۰۱۱٫۵۹۷.۵) افغانیو په قیمت ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

 

 

په درنښت

 

معصومه خاوري

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ سرپرست او نومانده وزیره

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

موضوع: د شرکت یونیفاید لینک سولوشنز مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری (انتقال) موضوع په ویب سایټ کې خپرول

څرنګه چې د شرکت بونایفاید لینک سلوشنز د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو هغو افرادو او اشخاصو ته چې د دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۴
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه...

Back to announcements