لوګر ولایت کې د افغان ټیلیکام له لوري د نوري فایبر اف ټي ټي اچ انټرنیټ پروژه پلي کیږي

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۳۹
ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم مقام له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم  او شپږو ولسوالیو لپاره د اف تی تی اچ  (انټرنیټ تر کوره پورې د نوري فایبر پروژه منظوره شوه.

یاده پروژه د (۱۱۷۸۱) مترو په اوږدوالي لوګر ولایت د پل علم ښار په لومړۍ، دویمې، دریمې، څلورمې، پنځمې او شپږمې ناحیو کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت له لوري پلې کیږي.

د دې پروژې په پلي کیدو سره به د لوګر ولایت په پل علم ښار کې د انټرنیټي خدمتونو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي او همداراز ترڅنګ یې به د انټرنېټ بیې راټیټې شي او د لوګر ولایت د مرکز اړوند محترم اوسيدونکي وکولای شي د انټرنیټ سره د خپلو کورونو د نښلولو له امله د لوړ کیفیت انټرنیټ څخه په ټیټه بیه ګټه واخلي. او خپلې مخابراتي او انټرنیټې ستونزې هوارې کړي.

د یادولو وړ ده چې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تل هڅه کوي چې د نوموړي ولایت ولسوالۍ هم د نوري فایبر له کیبل سره ونښلوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته