لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۴۱
ولایت لوگر

 لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام  راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د راډیویې فریکونسیو د اخلال د مخنیوي او د جوازونو د تمدید په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینوته لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې  په نوموړي ولایت کې د اف ام راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته