له دریو انټرنیټي شرکتونو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هوکړه:

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۳
تفاهم نامه

نن یک شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۱۵ نېټه، درې انټرنیټي شرکتونه افغان ټلیکام، رها نیټ او نارت ټلیکام، د یوه تازه تړون له مخې د افغانستان انټرنیټ تبادلې له ملي مرکز یا (NIXA)  سره وتړل شول.
د دغه تړون له مخې به، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ای ټي سرپرست رییس عزیز تقوا او انټرنیټي شرکتونو مشرتابه هییت تر مېنځ لاسلیک شو، یاد شرکتونه هیوادوالو ته په کمه بیه او لوړ کیفیت انټرنیټ خدمتونه وړاندي کوي.
تر دې دمه، د هیواد له شاوخوا ۶۰ انټرنیټي شرکتونو څخه ۱۶ هغه یې له نکسا مرکز سره نښلول شوي او د پاتې نورو شرکتونو د نښلولو کار روان دی، چې له بشپړېدو سره به یې د هیواد په کچه انټرنیټي بیې راکمې او کیفیت لوړ شي.

g

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته