غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، مخابراتي شرکتونو او محلی راډیوګانو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۷
مشکلات مخابراتی ولایت غور

دغه غونډه د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي شرکتونو او محلي راډیوګانو ترمنځ په همغږۍ ترسره شوه تر څو د سیمکارتونو ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د کړنلارې په اساس ترسره شي. همدارنګه، د غیر مجاز مکالماتي او انټرنیټي بستو فعالول، په خپلو ټاورونو کې د فریکونسي د مداخلو فلټرونو نصب او د هغه راجستر کول، د خلکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل کولو په اړه بحث وشو.

همدا راز، د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په غونډه کې د یادو شرکتونو او محلي راډیوګانو مسؤلانو ته لارښوونه وکړه چې ټول مخابراتي شرکتونه او محلي راډیوګانې مکلف دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د کړنلارې په اساس خلکو ته خپلې خدمتونه وړاندې کړي او د خپلو مشترکینو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته