سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
ولایت سمنگان افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د سمنګانو ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو له لوري استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۱۵ مخابراتي آنټنونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي امبرخانه، چپرهار ولسوالۍ تریلي، رودات ولسوالۍ کان قطرغه، کوټ ولسوالۍ وچ کوټ، حصارک ولسوالۍ غونډی، سرخرود ولسوالۍ کګړک، خیوې ولسوالۍ سلامپور او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۵ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د کاپيسا ولایت مرستیال والي محترم مولوی شیخ اسدالله سنان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د بیلابیلو ادارو کارکونکو  ښوونکو او.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

دایکنډي ولایت کې  د روشن مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د خدمتونوڅخه څارنه ترسره شوه

د یاد ولایت په شهرستان او میرامور ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت درې سایټونه چې د ټي ډي ایف پروژې په اووم پراو کې ګټې اخیستنې ته...

بېرته خبرونه ته