د (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
په دې توګه، د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نظر کې لري چې د خپل (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د برابرولو او تدارک د پروژې قرارداد د محترم کوکچه خروشان تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل کې موقعیت لري، د (۲۵۹۲۵۰۰) دوه میلیونه او پنځه سوه دوه نوي زره او پنځه سوه افغانیو په مبلغ ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض د اعلان له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یوځای، د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ۱۴مې پوړۍ د تدارکاتو آمریت ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې وسپاري.
یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ او قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به نهایي نهشي.
والسلام
الحاج حافظ محمد امین جان "عمری"
د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداری مرستیال
