د Free/Open Source Software لومړی نړیوال کنفرانس په افغانستان کې جوړ شو
د Free/Open Source Software (FOSS) تر عنوان لاندې لومړی نړیوال کنفرانس د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د کنفرانسونو په خونه کې په لاره واچول شو. په ذکر شوې کنفرانس کي ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر، ښاغلی اشرف غنی احمدزی د واک د لیږد د پروسې رئیس ، د ایران ، تاجکستان ، هندوستان،پاکستان، کانادا،اونیپال هیوادونو استازو،ځینو لوړ پوړو دولتي او غیردولتي چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت مرکزی رئیسانو، د پوهنتونو استادانو ، محصلينو او د رسنیو استازو گډون کړی ؤ.

د کنفرانس په پیل کې ښاغلی اشرف غنی احمدزي د واک د لیږد د پروسې رئیس د دغه شان کنفرانسو د جوړولوڅخه په هیواد کې خوښې څرګنده کړه او د FOSS په اړه د تالار ګډون والوته خپله عالمانه او هراړخیزه ویناوکړه ، او دغه شان کنفرانسونه یې د هیواد په پرمختګ او د ځوانانو د ظرفیت په لوړولو کې مهم او ارزښتناکه وبلل.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین میلمنوته ښه راغلاست ووایهاو د FOSS په اړه یې هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې اندازه پرمختګ کړي چې کولای شي دغه شان مهم کنفرانسو نه په لاره واچوې ، افغانستان تازه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ګام اخیستیدی. او زموږ موخې له دغه کنفرانس څخه دادي چې زموږ هیواد وال د FOSS سره آشنا شي چې د معلوماتو یوه ډیره غټه منبع ده چې کاپی رایت ته اړتیا نه لري او په وړیا توګه د هیواد والو په چوپړکې شتون لري ، ذکر شوې پوستکالی یا سافت وئیرونه یوه ټولیزه ده چې له هغه څخه په کمپیوټرونو کېد خلاصې سرچینې یا (open source – code)په درلودلو سره په وړیا توګه ګټه اخیستل کیږي.
موږ هیله لرو چې داسي ورځ به راشي چې افغانستان به په نړی کې دسافت وئیر دغټو صادر کوونکو هیوادونوله جملي څخه وي او د هیواد اقتصاد ته به وده ورکړي.
ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د خبرو په ترڅ کې وویل : په تیرو لسو کلونو کې په هیواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې هیڅ بنسټنه ؤ او زموږهیواد والو به د اړیکو د نیولولپاره ګاونډیو هیوادونوته تلل، الحمدلله اوس مهال موږ د مخابراتو د سکتور په برخه کې ډیر پرمختګ کړيدیاو ډیره اوږده لاره مو په کم وخت کې وهلې ده.
د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپلو فعالیتونوپه ترڅ کې د هیواد ۸۰ سلنه وګړی د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راوستلي او ۱۷ ملیونه د مبایل ګټه اخیستونکي په هیواد که شتون لري. او هره ورځمخ په زیاتوالي دي. همدارنګه تر یو ملیون څخه زیات کسان چې د هیواد ۴ سلنه وګړی اټکل کیږی د انټرنټ له خدمتونو څخه ګټه اخلي ، موږ هڅه لرو چې د انټرنټ ګټه اخیستونکي د نوري فایبرد شبکې په کومک په راتلونکي کې ۵۰ سلنه ته لوړ کړو دا په داسی حال کې ده چې په راتلونکي دوو کلونوکې د هیواد ټولې سيمې د نوري فایبر له لارې سره ونښلول شي ، او د یادولو وړ ده چې ډیر ژر د انټرنټي خدمتونو د پراختیا لپاره موږ د (3G) په نوم نوې ټکنالوجيد مخابراتو مارکیټ ته راولو چې د داؤ طلبی مراحل یې بشپړ شوي دي. تر راتلونکي یو کال به (broadband ) انټرنټ په لوړ سرعت هیواد ته راولو ترڅو زموږډیرهیواد وال نړۍ سره ونښلول شي او د ورځنیو حوادثو څخه خبر شي ، له دې نه دمخه انټرنټي خدمتونه د سټلایت له لارې هیواد والو ، شرکتونو ، بهرنیومؤسساتوته په لوړ قیمت وړاندې کیدل ،چې اوس مهال د نوري فایبرشبکې له لارې په ښکته بیه د هیواد والو په چوپړ کې دي، موږ د انټرنټي شرکتو څخه غواړو چې د نوري فایبرله شبکې څخه ګټه واخلی او خپلو پیرودونکوته یې وړاندې کړي.
د کنفرانس په لړ کې ښاغلی ادګارد شاهرک د یونسکو استازې ، ښاغلی نورالله دلاوري د افغانستان د پانګه اچونې دملاتړ ادارې رئیس ، ښاغلی جمال ناصر نورزي د ISP اداري رئیس ، د ایران ، تاجکستان ، هندوستان، پاکستان، کانادا ، او نیپال استازو په خپل وارسره خپل پرزینتیشنونه د FOSS په اړه د کنفرانس ګډون کوونکو ته وړاندې کړل،او په مختلفو نویو ټکنالوجیو باندې ټرایننګونه او عملې کار تر سره شو. نوموړې کنفرانس څلور ورځې دوام درلوده.
دزیاتو معلوماتو لپاره http://ps.openoffice.org
