د ګرځنده براډبانډ (Broadband) خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

naweed_admin

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو څخه ګټه اخیستنه په چټکۍ سره مخ پر وده روانه ده او په مارکیټ کې د براډ بانډ مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو لپاره  تقاضا ورځ تر بلې مخ په ډیریدو ده. د موبایل مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته د اضافي فریکونسي وېش به د مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو په کیفیت باندې مثبت اغیز ولري. د اضافي فریکونسي وېش د چټک سرعت انټرنټ ته د لاسرسي، د سکتور د اقتصادي ودې او پرمختګ او همدا رنګه د غږیزو اړیکو د کیفیت د پیاوړتیا لپاره اغیزمن نقش لوبوي.

له همدې کبله، د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په هېواد کې د موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مخابراتي شرکتونو لپاره د فریکونسي په ۱۸۰۰ میګاهرټز، ۲۱۰۰ میګاهرټز او ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډونو کې د مزایدې دغه عامه خبرتیا خپروي. هغه متقاضیان چې په مزایده کې د ګډون لپاره تخنیکي، حقوقي او مالي شرطونه پوره کوي، د رقابت له لارې د فریکونسي د پورته یادو سرچینو د ترلاسه کولو لپاره په آزاده، عادلانه او شفافه مزایده کې ګډون کولی شي. د فریکونسي د هغه سرچینو په هکله چې مزایدې ته وړاندې کیږي، کامل جرئیات په اړونده پالیسي کې موجود دي. متقاضي شرکتونه کولی شي په اترا اداره کې د مزایدې لپاره د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو نه وروسته د پالیسي سند د اټرا ادارې څخه ترلاسه کړي.

د فریکونسي دغه مزایده به د اترا ادارې لخوا ددې خبرتیا له خپرولو څخه شپېته (۶۰) تقویمي ورځې وروسته اجرا شي.

د مزایدې د مختلفو مراحلو دقیقې نېټې او نور اړوند معلومات، په مزایده کې د ګډون کولو د بلنې (ITA Invitation To Apply) په سند کې موجود دي چې متقاضیانو ته به د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د اړوندې پالیسي سره یو ځای ورکول کیږي.

په مزایده کې د ګډون لپاره لېوال شرکتونه کولی شي چې د مزایدې اړوند سندونه (پالیسي او ITA) د راجسټریشن اداري فیس (لس زره "۱۰۰۰۰" امریکایي ډالر) له تحویلولو او د راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د لاندې آدرس څخه تر لاسه کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

د فریکونسي د طیف د منجمنټ ریاست

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ودانۍ نهم پوړ، محمدجان خان واټ کابل

ایمیل: freq.auction@atra.gov.af, m.fazli@atra.gov.af

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۱
Background image

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت سره د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو د قرارداد لاسلیک

د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو ریاست د بازارموندنې د خدمتونو آمریت د ۱۴۰۵ هـ ش کال د غویي په میاشت کې، د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۴۳
Background image

د وسایطو لپاره د اړتیا وړ ۱۰۴ قلمه پرزو د تدارک او برابرولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د محترم صدیق احمدي لمیتد شرکت ته، چې د کابل ښار د مرکز په قوای مرکز سیمه کې موقعیت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل او فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ او ترازو) د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د محترم حمید بارک افغان تجارتي او لوژستیکي خدماتي شرکت ته، چې د کابل ښار د لسمې ناحیې په...

Back to announcements