د پکتیکا ولایت کې د یو مخابراتي سایټ ظرفیت ۳جي ته لوړ شو
د اټوما مخابراتي شرکت د غوره او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته ته لوړ کړ.
د دغه مخابراتي سایټ د ارتقا په پایله کې به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو او چټک انټرنیټ څخه برخمن شي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.
