د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښؤونیز مرکز د دریېمې دورې د زده کړیالانو فراغت غونډه او نندارتون جوړ شو.

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۶ - ۸:۴۷
Provincial Directorate of Paktika province distributes graduation certificates to 24 students

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کمپیوټر ښؤونیز مرکز د (۲۴) تنو زده کړیالانو د فراغت غونډه دایره شؤې وه چې یاده غونډه کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن (څمکنی)، د امنیې قوماندان ، د ملي امنیت رئیس، د بېلابېلو ریاستونو رئیسان،د ولایتي شورا وکیلان، عُلما، سپین ږیري، قومي مشران، د مخابراتي شرکتونو استازي، مدني فعالان او ځوانانو ګډون کړی و.
غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس انجنیر ارسلاح خان (هاشمي) زده کړیالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د تېرکال لاسته راوړنو او د ۱۳۹۸ کال کاري پلان له ګډونوالو سره شریک کړ.
غونډه کې د مخابراتو رئیس له څرګندؤنو وروسته د ولایتي شورا وکیل، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو هر یو په خپل نوبت ویناوې وکړې او د مبارکیو تر څنګ یې زده کړیالان وهڅول چې خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي.
په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مشرتابه د پکتیکا والي ښاغلی ډاکټر مجیب الرحمن (څمکنی) د ویاړ پګړۍ ور په سر کړه او ښاغلي ډاکټر مجیب الرحمن (څمکني) زده کړیالانو ته مبارکي وویله او د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند یې ګټورې خبرې وکړې او د مخابراتو ریاست ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د قدرمن والي ښاغلي ډاکټر مجیب الرحمن (څمکني) له وینا وروسته (۲۴) تنو زده کړیالانو ته د والي صیب، مخابراتو رئیس، ولایتي شورا وکیلانو، بېلابېلو رئیسانو او قومي مشرانو له لوري بري‌لیکونه ووېشل شؤل
د غونډې په دوهمه برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست نندارتون پرانېستل شو چې ټولو راغلو مېلمنو له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړه او د خوښۍ ترڅنګ یې د مخابراتو ریاست څخه مننه وکړه.
په یاد نندارتون کې د مالوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي وسایل (روټر، پرېنټر، کېبلونه...)، مخابراتي وسایل ( نمونؤي ټاور، رادیو، جي پي اېس، ټاکي واکي، فایبرمزي،...) او د مخابراتي شرکتونو سیمکارټونه او بروشرونه نندارې ته د نمونې په ډؤل وړاندې شؤي و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته