د پکتیا ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د یولسو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۲۷
ولایت پکتیا

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنېټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په زرمت، جاني خيلو، ګرده څېړۍ، شواک، لجه منګل، روحاني بابا، احمدابا، ځاځي اريوب، ميرزکې او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د یولسو نویو مخابراتي سایټونو چی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي دي اف بودېجې له لارې د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

دیادولو وړده چې د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي او په جوړیدو سره به یې د نوموړو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته