د پکتیا ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې د دوه، نویو مخابراتي سایټونو جوړولو سروی ترسره شؤه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
ولایت پکتیا

هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار او زرمت ولسوالۍ کې د اټوما مخابراتي شرکت له لوري د دوه ، نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه، تخنیکي او فزیکي ارزونه (سروې) ترسره شؤه.

یاد مخابراتي سایټونه د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو لپاره د هغو منظور شویو سایټونو له ډلې څخه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د یاد ولایت بېلابېلو لرو پرتو سیمو ته د یوه ځانګړي هدایت له مخې منظور کړي وو چې اوس مهال یې د سروې او جوړېدو چارې عملاً پیل شوي دي.

یاده سروې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې چې په اساس به یې د مرکز ګردیز اړوند رباط شیخانو او د زرمت ولسوالۍ فانده خیل دولت خان، سکور او ابدکي سیمو ډېری برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې له مخابراتي آسانتیاو محرومو سیمو لپاره۳۰ مخابراتي انټنونه منظور کړي وو چې اوس مهال یې د جوړېدو چارې پیل شؤي او همدارنګه تر دې وړاندې د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو ته د ټي ډي اف لسمه پروژه کې ۱۸ مخابراتي سایټونه هم منظور شؤي وو چې د یو شمېر مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې یې بشپړېدو ته نیږدې شؤي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته