د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اف ټي ټي اچ (Fiber to the Home) پروژه رسماً پیل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت په منظورۍ، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د مخابراتي زیربناو د پیاوړتیا او د عصري ټکنالوجۍ د عامولو په موخه، د FTTH (Fiber to the Home) پروژه په رسمي ډول پرانستل شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېواد ګوټ ګوټ ته د عصري ټکنالوجۍ او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې تل هڅه کوي او دا پروژه د همدې ملي ژمنتیا یوه مهمه برخه ده چې په تطبیق سره به یې د ګردېز ښار او اړونده سیمو ته په لوړ کیفیت اینټرنت آسانتیا برابره کړي.
دا پروژه د نوري فایبر کیبلونو د غځولو له لارې د هر کور، تجارتي مرکز او دولتي او خصوصي دفترونو تر دروازې د لوړ سرعت، باکیفیته، ارزانه او باوري اینټرنېټ خدمات برابروي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ښاریانو لپاره د چټک او ثابت اینټرنټ زمینه برابره شي، چې د سوداګرۍ، تعلیم، روغتیا او نورو برخو د پرمختګ لپاره به یوه پیاوړې زیربنا وي.