د پکتيکا ولايت پۀ تروې، ووړممۍ او وازېخواه ولسواليو کې د دريو مخابراتي آنټنونو سروې ترسره شوه
د پکتيکا ولايت تروې ولسوالۍ پيناکي، ووړممۍ ولسوالۍ دوچينې او وازېخواه ولسوالۍ مرجاني سيمه کې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د افغان بېسيم مخابراتي شرکت د دريو سايټونو سروې ترسره شوه.
ياد درې مخابراتي آنټنونه د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې د پکتیکا ولایت لرو پرتو سیمو ته د منظور شويو مخابراتي سایټونو له ډلې دي چې د هدایت مطابق یې سروې ترسره او پاتې چارې به یې هم ژر پیل شي .
د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ځايي چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه ۴۴ مخابراتي سایټونه منظور کړي وو چې له ډلې یې د ووړممۍ او تروې ولسوالیو کې مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او اوس مهال د ۳ نورو مخابراتي سایټونو سروې هم ترسره شوه او د پاتې مخابراتي انټنونو چارې به هم ژر پیل شي .
په ټوله کې د پکتیکا ولایت لرو پرتو سیمو لپاره ۷۳ مخابراتي آنټنونه په پام کې نیول شوي چې ۴۴ مخابراتي آنټنونه یاد ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې منظور شوي او ۲۹ مخابراتي سایټونه تر دې وړاندې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې د پکتیکا ولایت لرو پرتو سیمو ته ځانګړي شوي وو چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي.
